د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق حکومت د بصرې د امنېت چارې سنبالولى شي


د انگلستان لومړى وزېر گورډن براون وایی دی دا باور لری چی د عراق حکومت په راتلونکېو دوه میاشتو کی وتوا نیږی چی د جنوبی ښار بصری د امنیت چاری د برتانوی فوځ نه په خپل لاس کی واخلی.

ښاغلی براون دا خبری نن د سه شنبی په ورځ په بغداد کی د عراق د لومړي وزېر نوری المالکی سره د ملاقات نه پس خبریالانو سره د مرکی په ترڅ کې وکړى.

هغه ووېل چی امنیتی چارو د واک د انتقالیدو سره به برتانوی فوځ وکړی شی چی د زرو نه زیات عسکربیرته وطن ته واستوی.

او ددی سره به د دی کال تر اخره په عراق کی د انگلستان د عسکرو شمیر څلور نیمو زرو ته را کم شی. ښاغلې براون به نن وروسته بصری ته هم سفر کوی.

د انگلستان عسکر په دی نیزدو وختو کی د بصری د ښار نه وتی او نیزدی نظامی مرکز ته نقل شوی وو او د امنیت چاری یی عراقی قواو ته سپارلی وو.

په بصره کی د برتانوی عسکرو نه عراقی عسکرو ته د امنیتی چارو د واک د انتقالیدو سره به د عراق دهغو ټولو څلورو جنوبی ولایتونو واک د برتانیانو د لاس نه ووځی.

د کومو ولایتونو مسولیت چی دوی په کال ٢٠٠٣ کی په عراق باندی د د امریکا په مشرئ د حملی د وخت نه اخیتسی و.

د انگلستان د لومړى وزېر کیدو نه پس دا اول ځل دی چی ښاغی گورډن براون عراق ته سفر کوی.

او دی نه پس نیت لری چی بله هفته د انگلستان پارلیمان ته یوه جامع وینا وکړی چی اساسی ټکئ به یی د عراق په چارو کی د خپل هیواد اینده رول ارزیابی کول وی.

XS
SM
MD
LG