د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا وايي د افغانستان لپاره دې ېو خاص استاځى وټاکل شي


د کاناډا خارجه وزېر مېکزېم برنېېر نن د ملگرو ملتونو نه وغوښتل چه په افغانستان کې دې د سولې د نړېوالو کوښښونو د تقوېه کولو په خاطر ېو خاص استازی وټاکی.

د سه شنبی په ورځ د ملگرو ملتونو عمومی اسمبلئ ته په خپله وېنا کې ښاغلي برنېېر ووېل چه دا کار به په افغانستان کې د سولې د کوښښونو په منسجمولو او په دی ارتباط د کار په باب د اگاهئ په راپېداکولو کې لازمه مرسته وکړی.

د کاناډا خارجه وزېر په دی باب څه تفصېلات ورنه کړل،خو مطبوعاتی راپورونه واېې چه هغه په دی اړه د ملگرو ملتونو د عمومی منشی بانکی مون او د څو نورو ملکونو د استازو سره سلاه مشوره کړی ده.

کاناډا په افغانستان کې دوه نېم عسکر لری چه د دغه هېواد په نارامه سېمه کې د امنېت د راوستلو لپاره د ناتو د قواو ېوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG