د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیې د استخباراتو هغه مامور چی په افغانستان کی زخمي شوی و مړ شو


د ایټالیې د استخباراتو یو مامور چی تیره میاشت په افغانستان کی سړو تښتونکېو نیولی و او ناتو کوشش وکړ د یوې حملې په وخت هغه آزاد کړی مگر زخمی شو.

هغه وروسته د خپلو زخمونو له لاسه مړ سوی دی. د ایټالیې ددفاع د وزارت چارواکي وایی چی ‏(‎ لارینزو دي آورا ‏)‎ نن روم ته نژدې په یوه روغتون کی مړ شو.

دغه ٣٣ کلن استخباراتي مامور کله چی د ناتو قواو د سیپټامبر په ٢۴ مه په یوه حمله کی د افغان یاغیانو نه آزاد کړ په سر کی ښه کاري زخمي شوی و.

یاغي طالبانو هغه او د ایټالیې د استخباراتو یو بل مامور د دې حملې نه دوې ورځي مخکی تښتولي وو. د حملې په وخت په سړو تښتونکو کی لږتر لږه پنځه تنه ووژل شول.

ناتو د ایټالیې د مطبوعاتو هغه رپوټونه رد کړي دي چی ویل یې دغه دوه تنه د ناتو په ډزو کی زخمي شوي دي.

ناتو وویل چی هغوی هغه وخت زخمي سول چی طالبانو ډزي شروع کړې . په افغانستان کی همدا اوس څه د پاسه دوه زره ایټالوي عسکر پراته دي .

XS
SM
MD
LG