د لاس رسي وړ اتصالات

د لوگر پولېسو ېو مشکوک ځان وژونکى وژلى دى


د افغانستان د لوگر ولاېت پولېس وايي چې دوى ېو احتمالى ځان وژونکى هغه ووېشت او مړ ېې کړ چې د ولاېت د امنېه قومانداڼى دفتر ته ورننوت.

د دغه ولاېت د امنېه قوماندانۍ چارواکي وايي برېد کوونکى چې د امنېته قوماندانۍ ته ور ننوت نو دپولېسو درېشى ېې اغوستى وه.

چارواکى وايي مشکوک د امنېه قوماندان له دفتر نه بهر هغه وخت ووېشتل شو چې د پولېسو خبرداري ته ېې غوږ ونه نېو چې ورته ووېل شول چې ودرېږي.

د پولېسو رپوټ وايي چې برېد کوونکي د پولېسو له درېشى لاندى ېوداسى واسکټ اغوستى و چې له چاودونکېو موادونه ډک و.

د افغانستان مطبوعات د پولېسو له قوله وايي چې دا سړى بهرنى و. د فرانسى خبرى اژانس د ذبېح الله مجاهد له قوله چې ځان د طالبانو نطاق معرفى کوى وايي چې دوى ددغې ناکامى حملى مسوولېت په غاړه اخېستى دى.

XS
SM
MD
LG