د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران دا ټومى جنجال په سر په تهران کې بېا خبرې کېږى


ایران ویلی چی د خپلی اټومی لانجی په سر به په دی اونی کی د ملگروملتونو د اټومی چارو د ماهرانو سره د مذاکراتو بل پړاو پیل کړی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت نطاق محمد علی حسینی نن وویل چی د نړیوالی اټومی انرژی د اداری سره به خبری د سه شنبی په ورځ په تهران کی وشی.

هغه وویل چی دواړه خواووی به د ایران په هغو پلانونو وغږیږی چی د اوسنی ټکنالوژی په نسبت د یورانیمو د ښه غنی کولو لپاره پرمختللی سنټرفیوژونه جوړ کړی.

ایران د آگست په میاشت کی د نړیوالی اټومی اداری سره موافقه کړی وه چی د خپل اټومی پروگرام په هکله د ملگرو ملتونو د اداری پوښتنو ته به د ډسمبر تر میاشتی پوری ځواب وایی.

د دغی موافقی له مخی ایران مجبور نه دی چی خپل د یورانیو غنی کول بند کړی. د دغی موافقی نه وروسته د نړی سترو طاقتونو پریکړه وکړه چی د نوامبر تر میاشتی په ایران باندی بندیز ونه لگوی او انتظآر باسی که د نړیوالی اټومی انرژی د اداری سره موافقه کومی نتیجی ته ورسیږی.

XS
SM
MD
LG