د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې  لږ تر لږه څلور کسان د بم په چاودنه کې ووژل شول


پولیس وايي د بغداد په یو مارکیټ کې چې ډیر گڼ شمیر خلک په کې وو، د موټر بم یوه چاودنه کې درې کسان مړه او لس نور ټپیان شول.

د موټر بم په یوه بله چاودنه کې چې د پولیند د سفارت په خواکې وشوه یو کس ووژل شو. په همدې سیمه کې پنځه ورځې مخکې د پولیند سفیر ددرې دریو موټر بمونو په چاودنو کې ژوبل شو.

همدارنگه، دا مریکا پوځ وايي چې ائتلافي قواوو نن د بغداد په ختیځه خوا کې په یوه برید کې پنځه جنگیالي مړه کړل او درې نوریې ژوندي ونیول.

په یوه بل خبر کې ایراني مقاماتو د عراق په شمال کې ددواړو هیوادونو ترمنځ پوله کې د تیریدلو څو ځایونه بیا پرانستل.

دوی دا ځایونه دوه هفتې مخکې د امریکا لخوا په عراق کې د څو تنو ایرانیانو د نیولو نه وروسته د انتقاد په ډول بند کړى وو.

عراقي مامورین وايي د سرحدى لارو تړل د کردي خود مختارې سیمې د اقتصاد لپاره یو لوی تاوان و.

XS
SM
MD
LG