د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په شمال کې څه دپاسه ۲۵۰ تنه وژل شویدی


په شمالى وزېرستان کې پاکستانېان له خپلو کورونو نه په داسى حال کې تښتى چې د حکومت جنگى الوتکېو دغه ناکراره سېمه دتېرو څلورو ورځو راهېسى بمبارى کړېده او له قبېلوي جگړه ارانو سره جگړه روانه ده.

رپوټونه وايي چې په دغو جگړو کې تراوسه پورې تقرېبا ٢٥٠ کسان د افغانستان سرحد ته نېژدى سېمه کې وژل شوېدى.

رپوټ وايي مرگونه دسه شنبى په ورځ هغه وخت زېات شول چې حکومت د جگړه مارانو د سېب په ځاېونو باندى دمېر على ښارته نېژدى حملى پېل کړې.

عېنى شاهدان وايي چې په دغه سېمه کې تر ٥٠ نه زېات جگړه ماران او ملکېان ووژل شول.

د پاکستان پوځ مخکې ووېل چې د شمالى وزېرستان په جگړو کې نن ١٥٠ ېاغېان او ۴٥ عسکر وژل شوېدى.

جگړه هغه وخت شروع شوه چې قبېلوى جگړه مارانو د حکومت ېو پوځى کاروان باندى په مېر على کې د شنبى په ورځ ناڅاپى حمله وکړه او حکومت په گنشپ هېلېکوپټرونو او عسکرى قوه باندى پر هغوى متقابله حمله پېل کړه.

همدارنگه نن د سه شنبى په ورځ په پېښور کې د موسېقى دخرڅولو په ېو دوکان کې ېو بم وچاودېده او لږ تر لږه اته تنه ېې زخمېان کړل.

دپاکستان نظامی مقاماتو ددوشنبى په ورځ ووېل دشمالی وزیرستان ېه ناارامه قبائلی سیمه کې په دروورځینوجنگونو کې لږترلږه ١٣٠ افراطیان او ۴٥ عسکر وژل شویدی.

پرون ددوشنبی په ورځ دپاکستان پوځ رپوټ ورکړچې ددغو جنگونو په وخت کې لږترلږه ٥٠ عسکر لادرکه شویدی.

د پوځ نطاق تورن جنرال وحیدارشد وائې، دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوی چې طالب پلوه افراطیانو دشنبی په ورځ د میر علی ښارگوټې ته نژدی په نظامی کتارباندی د خرپ اوترپ حمله وکړه.

امنیتې قواو او توپ لرونکو هلیکپټرو په افراطیانو باندی حملی وکړی. د سیمی اوسیدونکی وائې، په دغو جگړوکې لږترلږه څلور ملکی کسان وژل شویدی مگر پوځ دغه رپوټ ندی تائید کړی.

دغه ناارامې هغه وخت پیل شوه چې داستخباراتو پخوانی مشر اشفاق کیانی دلوی درستیزدنوی مرستیال په حیث دوفادارې لوړه وکړه.

جنرال کیانی پرون ددوشنبې په ورځ په کار پیل وکړ.

که جمهور رئیس پرویزمشرف له دغې څوکۍ نه دخپلې وعدې سره سم استعفئ وکړی، نوجنرال کیانی به دلوی درستیزپه حیث وټاکل شی .

XS
SM
MD
LG