د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق حکومت دېوې امنېتى کمپنى له خوا د دو عراقى ښځو وژل غندلى دى


عراقی مقاماتو د سه شنبی په ورځ په بغداد کې د ېوه استرالېاېې شخصی شرکت د وسله والو محافظېنو په ډزو کې د دوو عراقی ښځو وژل غندلى دي.

د عراق پولېس او عېنی شاهدان واېې چه د استرالېا ېې شرکت محافظېنو د بغداد په قراده ناحېه کې په هغه ټکسی موټر باندی ډزی وکړی چه دوه ښځی پکې سپرې وې او د تېرېدو په حال کی ؤ.

په ټکسی کې ناست دوه نور مسافران سخت زخمېان شول. دا شخصی شرکت چه مرکز ېې په دوبئ کې دی اود ېونټی رېسورسز گروپ Unity Resources Group په نامه ېادېږی، په دغه پېښه ېې باندی خپل خپگان څرگند کړ او وېې وېل چه ټکسی موټر ته ددرېدلو اشاره وشوه خو توقف ېې ونه کړ او هغه شان په تېزئ روان ؤ. د لاسونو په اشارو هم ونه درېده.

په بغداد کې امرېکاېې دېپلوماتان واېې چه نوموړي شرکت سره په عراق کې د ېوې شخصې امرېکاېې موسسې رېسرچ ټراېنگل پارک د امنېت ساتلو لپاره قرارداد شوی ؤ.

دې موسسې بېا د امرېکا د نړېوالې پرختېا د ادارې ېو اېس اې اډی سره قرارداد درلوده.

XS
SM
MD
LG