د لاس رسي وړ اتصالات

تاریخ: د اکتوبر به میاشت کی د نړۍ مهمی پېښی


د کال ١٩٨٥ د اکټوبر پر لسمه نېټه د ایټالوی اکیلی لارو نومي بېړۍ د تښتول کېدلو پېښه هغه وخت اوج ته ورسېده چی د متحده ایالاتو ایف څوارلس جنگی الوتکو د مصر د هغی الوتکی مخه ونیوله چی غوښتل یې فلسطینی بېړئ تښتونکي یوې محفوظی سیمی ته بوزي.

دغو جنگی الوتکو د مصر جیټ الوتکه د سیسلی د ټاپو د سیگنولیا په اډه کی کښته کېدلو ته مجبوره کړه. د امریکا او ایټالیې پوځیانو دغه الوتکه محاصره کړه او ټروریسټان ایټالیې توقیف کړل.

د اکټوبر پر اومه څلورو په درنو وسلو سمبالو فلسطینی ټروریسټانو د مدیترانې په سمندرگي کی د اکیلی لارو په نوم ایټالوی بېړۍ وتښتوله او د بېړۍ تقریبا ٣٢٠ تنه عمله او اتیا تنه مسافر یې یرغمل کړل.

اکیلی لارو د اکټوبر پر اته د سوریې د ټارټوس بندر ته ورسېده او هلته ټروریسټانو د خبرو غوښتنه وکړه، سوریې په خپل بندر کی د لنگر اچولو اجازه ورنه کړه او په هغه ماپښین ټروریسټانو نهه شپېته کلن امریکایی یهود لیون کلینگوفر وویشتی.

د فلسطین د خپلواکی د موسسې مشر یاسر عرافات د بیړۍ د تښتول کېدلو دغه پېښه محکومه کړه او د ده د الفتح تحریک د مصر له مقاماتو سره ددغه بحران دحلولو دپاره لاس یو کړ.

بالاخره ټروریسټانو بېړۍ د مصر د پورت سعید بندرته بوتله. داکټوبر پر نهمه یې ځانونه د مصر مقاماتو ته تسلیم کړل او ټول یرغمل یې په دې شرک خوشی کړل چی دوی به یوه نامعلوم محفوظ ځای ته رسول کېږی.

XS
SM
MD
LG