د سږ کال د نوبل د سولي جایزه د امریکا د جمهوري ریاست پخواني مرستیال ( الگور) او د ملگرو ملتو یوې ادارې ته د هغوی د هغو کوششونو له کبله ورکړه شوې ده چی د نړۍ د اقلیم د تغییراتو د مخنیوي د پاره یې کړي دي.
د نوبل د جایزې کمیټې نن د جمعې په ورځ د ناروی په اوسلو کی ددې جایزې اعلان وکړ.
ناروې وایی چی ( گور) او د ملگرو ملتو هغي ادارې چی د حکومتونو تر منځ همکاري کوی دا جایزه ځکه وگټله چی د انسان په لاس د نړۍ په اقلیم کی د تغییراتو را پیدا کیدو په باب یې او دا چی څنگه ددې تغییراتو سره مبارزه وشی، هلي ځلي او کوششونه کړي دي.
د نوبل کمیټې ددې جایزې په اعلانولو سره وویل چی الگور د پخوا نه لا د نړۍ د اقلیم او چاپیر یال د ساتني یو لارښود سیاستمدار دی او په دې برخه کی د هغه قوي تعهدات په سیاسي فعالیتونو، علمي وینا گانو، فلمونو او کتابونو کی څرگند او منعکس شوي دي.
د اقلیم په باب د ښاغلي گور هغه فلم چی د ( تریخ حقیقت) په نوم ددې کال په سر کی وښودل شو د امریکا د موشن پیکچر د اکاډمۍ جایزه وگټله.
د نوبل د جایزې کمیټې د ملگرو ملتو د حکومتونو تر منځ د ادارې په باب وویل چی دې ادارې د بشري فعالیتونو او د نړۍ د تودوخي تر منځ په ارتباط درلودلو کی زیات اطلاعات را غونډ کړي دي.
دغه اداره په ١٩٨٨ کال کی تاسیس شوه چی د اقلیم د تغییراتو په مسائیلو کی د حکومتونو سره مرسته وکړی.
په دې اداره کی د نړۍ د څه د پاسه د ١٣٠ ملکونو ٢٥٠٠ ماهران او پوهان شامل دي.
د نوبل د جایزې کمیټې پرون برتانوۍ لیکوالي ( ډوریس لیسینگ ) ته په ادبیاتو کی د نوبل د جایزې ورکولو اعلان وکړ .