د لاس رسي وړ اتصالات

امریکائې استازو د ترکېې د مامورانو سره کتلی دی


د امریکا دوه لوړ رتبه استازو په انقره کې د ترکېې دمامورانو سره کتلی دی چې په تازه وخت کې دترکېې او امریکا ترمنځ خړپړشوی روابط ښه کړی.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال ‏(‎ډان فرد‏)‎ او د دفاع دوزارت مرستیال ‏(‎ ایریک ایډل من‏)‎ پرون د شنبی په ورځ د ترکې سره قول وکړچې دوی به دعراق حکومت ته ددغه هیواد په شمال کې د کردی یاغیانو دفعالیت په باره کې د ترکېې اندیښنه ورسوی.

انقره په کردی یاغیانو باندی ملامتی اچوی چې دعراق په شمال کې له خپلی اډې نه پدی وروستیو وختونو کې د ترکېې په جنوب ختیځ کې یوشمیر ځان مرگی حملی کړیدی.

توقع ده چې د ترکېې حکومت به بله هفته له پارلمان نه اجازه واخلی چې دعراق په شمال کې دکردی یاغیانو په خلاف نظامی عملیات وکړی.

د امریکا دبهرنیوچارو وزیری کانډو لیزا رائس پرون دشنبی په ورځ له ترکېې نه وغوښتل چې پدی برخه کې دصبر اوزغم نه کارواخلی.

واشنگټن له دی نه ویریږی چې دعراق په شمال کې دترکېې نظامی عملیات به دکردانو سیمه چې نسبتآ ارامه ده ، بی ثباته کړی.

امریکائې مامورانو دانقری سره وعده وکړه چې دامریکا کانگرس به هغه پریکړه تصویب نکړی چې دعثمانی ترکانو له خوا دارمنیانو وژل پکې عام قتل گڼل شویدی .

XS
SM
MD
LG