د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلنکا په جنگ کې دولس تنه وژل شویدی


د سریلنکا نظامی مقامات وائې، پرون دشنبی په ورځ دهیواد په شمال کې په بیلابیلو جنگونو کې یولس تنه یاغی تاملیان او دحکومت یوعسکر ووژل شوی و.

ددفاع دوزارت داطلاعاتو دڅانگی نطاق نن دیکشنبی په ورځ وویل، دغه نښته د‏(‎واوو نیا ‏)‎ دسیمی په شمال او په دفاعی لیکه کې شوی وه چې دا لیکه په موهامالی سیمه کې واقع ده او دحکومتی قواو ترلاس لاندی ده.

د مستقلومنابعو له خوا دا رپوټونه ندی تائید شوی چې په دغو نښتو کې څومره کسان وژل شویدی.

پرون دشنبی په ورځ دبشری حقوقو لپاره دملگرو ملتونو عالی کمیشنرۍ وویل، د سریلنکا په کورنې جنگ کې دوژل شوو او تښتول شوو کسانودشمیر نه دامعلومیږی چې په دغه هیواد کې دقانون حاکمیت ډیر کمزوری دی.

میرمن لویس اربور دخپل پنځه ورځنی سفر په اخره ورځ په کولمبوکې خبریالانوته وویل، دهغو تورونو په باره کې به تحقیقات وکړی چې وائې، د سریلنکا حکومت اواتمل یاغیانو دبشری حقوقونه سرغړونی کړیدی.

XS
SM
MD
LG