د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د هاوان په ډزوکې پنځه ملکى عراقېان وژل شوېدى


د عراق چارواکى وايي د هاوان توپونو په ېوه حمله کې چې دامرېکا اوعراق دعسکرو په گډه پوسته باندې، د بغداد په جنوب کې وشوه، پنځه تنه ملکېان وژل شوېدى.

چارواکى وايي چې ېاغېانو نن ددوشنبى په ورځ د بغداد د ښار په دېوانېه نومې سېمه باندى چې اکثرېت پکى شېعه گان اوسېږى د هاوان څو ډزې وکړې.

پولېس وايي پنځه ملکېان له نظامى اډې نه بهر قتل شول، په وژل شوو کې دوه ماشومان هم شامل دى. پر مړو سر بېره ٢٠ تنه زخمېان شوېدى.

په نظآمى اډه کې دخرابى او ېا ځانى تلفاتو رپوټ سمدلاسه ندى راغلى. په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې بغداد ته نېژدى د امرېکا په ېوه نظآمى محکمه کې دهغه امرېکا ېې منصبدار محاکمه پېل شوه چې له دښمن سره د مرستې په کولو او نورو تېرېو باندى تورن شوېدى.

مدعى علېه ډگرمن وېلېم سټېل نومېږى او په عراق کې پخوا دهغې توقېفخانې مشر و چې د عراق پخوانى ټولواک صدام حسېن له اعدام نه مخکى په کې بندي و.

څارنوالان په ښاغلي سټېل باندى داتور لگوى چې ډگرمن سټېل لاسى بندېانو ته تېلېفون او نور خاص امتېازات برابرول.

هغوى به له ترجمانانو سره نامناسبه روېه کوله او اوامر ېې نه منل.

که چېرى په ډگرمن سټېل باندى دا تورونه ثابت سى نو دى په عمرى قېد محکوم کېدلى سى.

ډگرمن سټېل ددې مېاشتى په سر کې د محکمى په ابتدايي غونډو کې په درې تورونو باندى اقرار کړېدى.

XS
SM
MD
LG