د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د جمهور رئیس مرستیال ترکیې ته سفر کړی دی تر څو دغه هیواد په دې قانع کړي ...


د عراق د جمهور رئیس مرستیال طارق الهاشمي ترکیې ته سفر کړی دی تر څو دغه هیواد په دې قانع کړي چې د عراق په شمال کې د کردي یاغیانو په ضد د یرغل نه ډډه وکړي.

د ترکیې حکومت دخپل هیواد د پارلمان نه ددغه یرغل لپاره اجازه غواړي. د ترکیې پارلمان په دې باب د چار شنبې په ورځ غونډه کوي.

ښاغلى هاشمى وايي دده حکومت دهرډول تهاجم چې ددوى په خاوره کې دننه وى مخالف دى. د ترکیې د لومړي وزېر رجب طیب اردوان ویلي دي چې د پارلمان تصویت خامخا پر عراق باندې د فوري یرغل معنی نه لري.

خو هغه ووېل چې ترکېه به د ځان ددفاع لپاره اقدام وکړى او دا کار به مناسب وخت او دمناسبو شراېطو په نظر کې نېولو سره وکړى.

په عراق کې د حکومت ویاند علي الدباغ یو ځل بیا ترکیه وهڅوله چې د ترکیې په جنوب کې د کردي یاغیانو حملې په غېر نظامى لارو چارو بندې کړې د عراق لومړي وزېر نوري المالکي به نن په یوه عاجله غونډه کې دغه حالات وڅیړي.

XS
SM
MD
LG