د لاس رسي وړ اتصالات

جاپانېان غواړي جاپان په افغانستان کې د امرېکا په مشرۍ عملېاتو سره ملاتړ ته دوام ورکړى


په جاپان کې ېوه نوې سروې دا څرگندوى چې په جاپان کې ېو غټ اکثرېت غواړى چې ددوى سېاسى گوندونه په دې خبره باندې چې جاپان په افغانستان کې دا مرېکا په مشرۍ عملېاتو سره لوژېستېکى ملاتړ ته دوام ورکړى، ېوې روغې جوړې ته سره ورسېږى.

د جاپان داساهى په نامه ورځپاڼى دغه سروې کړېده او وايي چې ۴٨ فېصده جاپانېان له هغې لاېحې سره مخالف دى چې جاپان ته اجازه ورکوى چې جاپان دامرېکا د سمندرى قواو او نورو بېړېو سره دهند په سمندر کې له هغوى سره د سون د موادو په رسولو کې مرسته وکړى.

خو ددې ترڅنگ په سلو کې ٦۴ جاپانېان وايي دوى غواړى چې ددوى سېاسى گوندونه په دې مسله باندى ېوې روغې جوړې ته سره ورسېږي.

پخوانى قانونى لاېحه د نومبر دمېاشتى په اوله پاېته رسېږى. د جاپان واکمن گوند غواړى چې په سېمه کې خپل سمندرى ملاتړ پراخه کړى.

خو هغوى داهم وايي چې دوى دېته لېوال دى چې دهغوى بېړېو د سون مواد په ټپه ودروى چې په افغانستان کې له زمکنېو عملېاتو سره مرسته کوى.

خو د جاپان مخالف دېموکراتېک گوند نه غواړى چې ددغې قانونى لاېحې موده تمدېد نکړى.

XS
SM
MD
LG