د لاس رسي وړ اتصالات

گیتس: یواځې یوه متحده جبهه کولی شي په ایران باندې کافي فشار راوړي


د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس د امریکا په متحدینو غږ کړی دی چې په گډه په ایران باندې سخت او د اوږدې مودې اقتصادي بندیزونه ولگوي.

په هغه اعلامیه کې چې د پنتاگان نه خپره شوې ده، گیتس ویلي دي چې هیڅ څوک دې دا شک نه کوي چې ایران د خپل اتمي پروگرام نه څه غواړي، په عراق کې څه نیت لري او د خلیج په هیوادو کې د څه ډول نفو‏ذ پسې دی.

گیتس وویل، یواځې یوه متحده جبهه کولی شي په ایران باندې کافي فشار راوړي تر څو د خپلو اتمي اهدافو نه لاس په سر شي.

ده په ایران باندې د ډپلوماتیکو، سیاسي او اقتصادي بندیزونو د لگولو غږ وکړ.

ده زیاته کړه، چې جمهور رئیس بش ویلي دي چې د ایران په شان رژیم په وړاندې، امریکا باید ټول انتخابونه په نظر کې ولري.

XS
SM
MD
LG