د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شرېف خپل هېواد پاکستان ته په راستنېدو بېا غور کوى


د پاکستان پخوانى لومړى وزېرنواز شرېف بېا په دې باندى غور کوى چې له جلاوطنى نه پاکستان ته راستون شى. هغه دوه مېاشتى مخکى هم خپل هېواد ته در استنېدو ېوناکام کوشش کړى و.

د پاکستان د مسلم لېگ نواز گوند وايي ښاغلى شرېف دا پلان لرى چې دنومبر په مېاشت کې پاکستان ته راستون شى خو کومه ټاکلى نېټه ېې نده اعلان کړې.

رپوټ وايي د پاکستان پخوانى لومړى وزېر نواز شرېف د سپتمبر په لسمه نېټه وروسته له هغه نه چې دهغه الوتکه په پاکستان کې ښکته شوه بېرته وشړل شو که څه هم د پاکستان سترې محکمى فېصله کړې وه چې نواز شرېف دا حق لرى چې له جلا وطنى نه پاکستان ته راستو ن شى.

ښاغلى شرېف دا پلان درلود چې جنرال مشرف سره سېاسى مقابله وکړي. نواز شرېف په ١٩٩٩ مېلادى کې د جنرال مشرف له خوانه له قدرت نه غورځول سوى و.

ښاغلى شرېف په اوله کې په عمري قېد محکوم سو خو ترهغې وروسته جنرال مشرف هغه ته اجازه ورکړه چې دېوې روغې جوړې په نتېجه کې له هېواد نه بهر ولاړ شى.

ددغې معاملى په نتېجه کې هغه وعده وکړه چې ترلسو کلونو پورې به بېرته خپل هېواد ته نه راستنېږي. په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې جنرال مشرف به د نومبر په ١٥-مه نېټه ېو لنډ مهاله حکومت اعلان کړى چې په راتلونکي کال کې د پارلېمانى انتخاباتو څارنه او کتنه وکړى.

XS
SM
MD
LG