د لاس رسي وړ اتصالات

'دالای لا ما ته د امریکا د لوړ ملکى نښان ورکولو د دوي اړېکو ته تاوان رسولی دی'


چین وایی چی ‏(دالای لا ما‏)‎ ته د امریکا له خوا انعام ورکولو د هغه ملک سره د چین روابطو ته سخت تاوان رسولی دی.

چین وایی چی امریکا ددواړو ملکونو تر منځ روابطو ته له دې کبله ډیر سخت تاوان ورساوه چی د تیبت روحاني مشر ته یې خپل تر ټولو لوړ ملکي نښان ورکړ.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ‏(‎ لو ژان چاو‏)‎ نن خبریالانو ته وویل چی امریکا ته په کار ده چی دده په قول د خپلو اعمالو د خطرناکو تاثیراتو د ترمیمولو د پاره ثابت اقدامات وکړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه راز په پیکنگ کی د امریکا سفیر هم وروغوښت او په دې باب یې خپل احتجاج ورته څرگند کړ.

جمهور رئیس بوش پرون دلته په واشنگټن کی د تبت ٧٢ کلن بودایی راهب ‏(‎ دالای لاما)‎ ته د کانگرس د سرو زرو مډال شخصا په خپله ورکړ او د چین د مشرانو نه یې وغوښتل چی د ‏(‎ دالای لاما ‏)‎ سره خبرو ته کښینی.

چین په دالای لاما باندی تور لگوي چی د تبت خپلواکي غواړی. دالای لاما په خپله وینا کی د تبت د خلکو د پاره با معنی خود مختاري وغوښتله .

XS
SM
MD
LG