د کال ١٨٦٧ د اکټوبر پر اته لسمه متحده ایالاتو رسما د الاسکا ملکیت، چی مخکی یې د روسیې څخه په اوه عشاریه دوه میلیونه ډالره اخیستې وه، ترلاسه کړ.
امریکا گواکی د الاسکا د خاوری یو اېکر په څه کم دوه سینټه رانیولې وه.
روسیې غوښتل چی د الاسکا خاوره، چی ډېره لیری پرته وه، چندانی نفوس یې نه درلود او د برټانیې په مقابل کی یې دفاع ورته گرانه وه، پر امریکا باندی خرڅه کړی.
که څه هم چی د امریکا خلک د الاسکا د رانیولو سره مخالف وه، هغه یې یوه بې ارزښته مځکه، د وخت د خارجه زویر ویلیام سیوارډ غلطي او د جمهور ریس اندریو جانسن د قطبی خرسانو باغ وباله.
خو کله چی په کال ١٨٩٦ کی په الاسکا کی طلا کشف سوه نو عامه افکار بیرته د الاسکا د خریداری پر خوا سوه او د امریکا خلکو د سرو زرو د ترلاسه کولو لپاره الاسکا ته مخه کړه.
الاسکا د کال ١٩٥٩ د جنوری پر دریمه د متحده ایالاتو نهه څلوېښتم ایالت سو او اوس د خپلو ډېرو زیاتو طبیعی منابعو له کبله مشهوره ده.
نن ورځ د امریکا د تېلو پنځه ویشت فیصده او د سمندری خوراکی موادو څه باندی پنځوس فیصده له الاسکا څخه ترلاسه کېږی، او مساحت یې د ټکساس د ایالت دوه چنده دی.
الاسکا په کال کی دوې ملی ورځی لری. یوه یې د مارچ وروستۍ دوشنبې ده چی د سیوارډ د ورځی په نامه یادېږی او دا د روسیې څخه د الاسکا د خریداری د موافقې د لاسلیکولو ورځ ده.
بله یې د الاسکا ورځ ده چی د اکټوبر اته لسمه ده او دا امریکا ته د دې ایالت د ملکیت د انتقالېدلو ورځ ده .