د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د امریکایی پوځى چارواکي وایی ایرانۍ وسلې یې نیولي دي


په افغانستان کی د ناتو د قواو عمومي قوماندان امریکایی جنرال ‏(‎ ډان میکنیل‏)‎ نن وویل چی د ناتو قواو د سیپټامبر په پنځمه د موټرو هغه کتار چی د ایران نه را روان و، د افغانستان په لویدیځ کی په لاره ودراوه او په دې موټرو کی یې د پېچلي ټیکنالوجۍ بمونه او چاودونکي مواد پیدا کړل.

میک نیل وویل چی په دې خبره باندې باور کول سخت دی چی داسی وسلې چی په لوړ تخنیک جوړي شوی او د ایران نه افغانستان ته استول شوي وی، په هغو دی د ایران پوځ هېڅ خبر نه وی.

د امریکا حکومتي مامورین په ایران باندی تور لگوي چی په افغانستان کی یاغي طالبانو ته وسلې رسوي، خو دا تور د ایران د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد له خوا رد شوی دی.

یاغی طالبانو په دې وروستیو وختو کی په افغان او خارجي قواو باندی ځان مرگي حملې او د سړکونو په غاړو د بمونو چاودني زیاتي کړي دي.

له بلي خوا د ناتو چارواکو ویلي دي چی پرون د چارشنبې په ورځ په کندهار کی د طالبانو په یوه پټه حمله کی چی پر یوې گزمې باندی یې وکړه نهه عسکر زخمي شوي دي.

د خوست په ولایت کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی لږ تر لږه د پولیسو یو صاحب منصب وژل شوی او درې نور زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG