د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو ډلې وايي سږکال په کشمېرکې لږ تر لږه لس کسان لادرکه شوېدى


د بشري حقوقو د څارنى ډلې وايي سږکال په کشمېرکې تراوسه پورې لږتر لږه لس تنه ورک شوېدى. دوى د ځايى چارواکېو له ادعا گانو سره چى وايي په کشمېرکې خلک نه لادرکه کېږى اختلاف نظر لرى.

دهند تر ولکى لاندى کشمېر کې اعلىوزېر علام نبى ازاد د چارشنبى په ورځ ووېل چې په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې څوک ندى لادرکه شوى.

خو نن د پنجشنبى په ورځ د بشري حقوقو ډلو په ېوه خبر لېک کې ووېل چې داخبره سمه نده. که څه هم هغوى دا ومنله چې سږکال د تېرو کلونو په پرتله په مرموز ډول د دلادرکه شوو خلکو شمېر کم دى.

د بشرى حقوقو ډلى وايي چى په لسهاو زره کسان لادرکه شوېدى خو دلادرکه شوو کسانو رسمى شمېر ېو زر او اولس تنه دى.

هغوى وايي چې دغه لادرکه شوى کسان ېا دهند امنېتى قواو په دې گومان چې ېاغېان به وي ېا نېولى دى او ېاېې وژلي دى.

XS
SM
MD
LG