د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ هغه حملې غندلي دي چی هدف یې بېنظیر بوتو وه


د نړۍ مشرانو هغه حملې غندلي دي چی په کراچي کی د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمي بېنظیر بوتو د موټرو کتار ته وشوې.

د امریکا د ملی امنیت د شورا یوه نطاق ‏(‎ گورډن جانډرو‏)‎ وویل چی امریکا د بیگناهو انسانانو په وژلو ویرجنه ده، خو تندروان به پاکستانیان له دینه منع نه کړی چی د آزاد او دیموکراتیک جریان له لاري خپل آستازي انتخابوي.

له بلي خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دی چی واشنگټن د پاکستان د خلکو سره ولاړ دی او دا یې هم ویلي دي چی هیڅ داسی سیاسی داعیه نه شته چی هغه دي د بیگناهو خلکو وژل روا وبولي.

د هند دبهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق ‏دا حمله ‏«‎ د شرم او خجالت وړ ‏»‎ وبلله او ویې ویل چی د تروریزم توره پرده چی په دې سیمي باندی غوړیدلې ده د سیمي د ټولو حکومتونو له خوا ‏«‎ قوی او قاطع ‏»‎ اقداماتو ته ضرورت لری.

چین او اروپایی اتحاد هم د بمونو دغه مرگانۍ چاودني وغندلې. د ملگرو ملتو عمومي منشی ‏(‎ ان کی مون ‏)‎ ددې خبر په اوریدو سره ټکان وخوړ او د وژل شوو کسانو کورنیو ته یې خپله خواخوږي څرگنده کړه.

د میرمن بوتو میړه آصف علي زرداری په دوبئ کی د پاکستان د استخباراتو په ادارې باند تور ولگاوه چی په دې حملو کی یې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG