د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسان وائې، په جنوب لویدیځه صوبه بلوچستان کې د بم چاودنه شویده


د پاکستان پولیسان وائې، په جنوب لویدیځه صوبه بلوچستان کې د بم چاودنه شویده چې اوه تنه پکې وژل شوی او پنځلس تنه زخمیان دی.

مقامات وائې، نن دشنبی په ورځ ددیره بوگتی د قبائلی کلی په بازار کې بم په داسی وخت کې وچاودید چې خلکو دبس سرویسونو په ترمینل کې انتظارایسته.

هیچا ددغې حملی مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی. مقامات په معمول ډول په امنیتی قواو، دگاز په پائپ لائنواو دگازپه سیمو باندی ددارنگه حملو ملامتی په یاغی قبائلیانو باندی اچوی.

بلوچستان چې دتیلوله درکه یوه غنی صوبه ده، دیاغی قبائلانو دټیټی سطحی د بغاوت سره مخامخ دی. دوی په دغه صوبه کې خود مختاری او دسیمی په طبعی منابعوکې ډیره ونډه غواړی.

XS
SM
MD
LG