د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی پولیسانو د هغه مشکوک بم اچونکو عکس خپور کړیدی چې د بهتو د بدرگې د موټرو په وخت کې بم چولی و


پاکستانی پولیسانو دهغه د مشکوک ځانمرگی بم اچونکی عکس خپور کړیدی چې لږ تر لږه د ١٣٩ کسانوپه وژلو کې ئې لاس لاره.

د بم دغه چاودنه د میرمن بهتو وطن ته دراستنیدو په وخت کې د پنجشنبی دورځی دمارش په ورخت کې شوی وه.

پاکستانی مطبوعاتو د یوسړی چې هویت ئې ندی معلوم، عکس خپور کړیدی. پولیسان وائې، ښائې چې دا هغه سړی وی چې د حملی هدف ئې په کراچې کې د میرمن بهتو د بدرگې موټری وی.

مقامات وائې، دوی د نورو احتمالی مشکوکو کسانو دلست په باره کې هم تحقیق کوی. د میرمن بهتو قهرجنو پلویانو نن د شنبی په ورځ د کراچې په یو شمیر سیمو کې په موټرو باندی د تیږی وارولی او ټائرونو ته ئې اورونه اچول چې د پنجشنبی د ورځی په پیښه باندی احتجاج وکړی.

میرمن بهتو وویل، هغه پدی پوهیدله کله چې خپل کور کراچې ته راستنه شی نو د هغې دوژلو هڅه به وشی مگر هغې فیصله وکړه چې دا رنگه گواښونه باید ددی پلانونه بدل نکړی.

دی پرون د جمعی په ورځ خبریالانو ته وویل، یوخارجی حکومت دی خبر ورکړی وچې دطالبانو او القاعدی دځانمرگی ډلې په شمول څلور قاتلی ډلې غواړی چې د هغې په خلاف حمله وکړی.

XS
SM
MD
LG