د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ئې قواوی د صدر په ښارکې د افراطیانو سره په جگړه اخته دی


عراقی ماموران وائې، د بغداد دصدر په ښارکې دامریکائې قواو او افراطیانو ترمنځ نښته شوی چې ۴٩ تنه پکې وژل شوی او اوعراقی ماموران وائې په مړو کې ملکیان هم شته دی.

د امریکائې پوځ اعلامیه وائې، نن دیکشنبی په سهار عسکرو د افراطی شعیه گانو په قوی مرکز باندی حمله وکړه چې دغه یاغی تلاشی وکړی چې ایران تمویلوی او دانسانانو په تښتولوکې لاس لری.

دغه اعلامیه وائې، پلوعسکرو وروسته له هغې دهوائې قوی ملاتړوغوښت چې په دوی باندی د ماشینگڼو او راکټ لنچرونو حملی وشوی.

اعلامیه وائې، کله چې عسکر د سیمی نه ووتل نو دسرک دغاړی دبمونوپه چاودنوئې پیل وکړ. عینی شاهدان وائې، په دغه نښته کې دوه ماشومان ووژل شول.

امریکائې پوځیان وائې، دوی په دغه ‏حمله کې شپږجنایتکاران ووژل مگر د ملکیانو د تلفاتو په باره کې په لومړی سرکې رپوټ ندی ورکړل شوی.

د صدرد ښار افراطیان د افراطی ملا مقتدالصدر پیروان دی چې داگست په میاشت کې اعلان وکړه چې دهغه دمهدی په نامه ملیشه به شپږمیاشتی خپله حملی بندی کړی.

XS
SM
MD
LG