د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکي په نظامى کتارباندى حمله کې درى تنه ملکېان زخمى کړل


ېوه ځان وژونکي خپل موټر د برتانېې دنظامى موټرو له کتار سره دافغانستان په جنوبى برخو کې وجنگاوه او درى تنه افغان ملکېان ېې زخمى کړل.

د برتانېې په عسکر کې د ځانى تلفانو رپوټ ندى ورکړل شوى. دا حمله نن د هېلمند ولاېت د گرېشک د اولسوالى په شاوخواکې شوېده.

دوه ورځى مخکى تر دى د امرېکا په مشري د اېتلاف قواو په هېلمند کې ٣٠ تنه طالبان وژلى وو. د اېتلاف قواوې وايي چې جگړه هغه وخت پېل شوه چې طالبانو موسى کلا ته نېژدې په ېوه گزمه باندى حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG