د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان تحقېق کوونکي گومان کوى چې په بېنظېر بهټو باندى دوه ځان وژونکېو حمله کړېده


همدارنگه نن د دوشنبى په ورځ مېرمن بهټو د پاکستان د مؤسس محمد على جناح قبر ته ورغلى وه اوخپله غوښتنه ېې د ېوه بېطرفه نړېوال هېئت د تشکېل لپاره چې ددې پېښې تحقېقات وکړى.

د پاکستان د کورنېو چارو وزېر افتاب شېر پاو وايي چارواکېو مېرمن بېنظېر بهټو ته دامنېتى دلاېلو په سبب سلا ورکړې وه چې د کراچى د بهېروبار نه ډکو سړکونو نه تېره نشى.

موږ هغې ته دا مشوره هم ورکړې وه چې د کراچى د ښار د جنوبى بند رمرکزي برخى ته په هېلېکوپټر کې ولاړه شى.

خو د پاکستان د پېپلز گوند ددغى مشورې له منلو نه انکار وکړ. په همدې سبب ددغو حملو ېو څه مسوولېت دوى ته هم ور په غاړه دى.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېرې بېنظیربوټو د پنشجنبې د شپې د هغی مرگانۍ چاودني چی تقریبا ١۴٠ تنه پکښی ووژل سول د تحقیقاتو په باب د بین المللی مرستی غوښتنه کړې ده.

مېرمن بوټو په کراچی کی وویل د پاکستان حکومت باید د هغو ماهرانو څخه مرسته وغواړی چی د ټروریزم ضد مبارزه کی تجربه لری.

هغې دغه خبری د کراچی یوه روغتون ته، له ورتللو څخه وروسته وکړې. په دغه روغتون کې هغه د بمونو د پېښې د زخمېانو لېدلو ته ورغلى وه.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزېرې دغه راز ژمنه وکړه چی د انتخاباتی مبارزې دپاره به په عامو محفلونو کی حاضرېدلو ته دوام ورکړی.

مېرمن بوټو دغه راز خبریالانو ته داهم وویل چی یوه خارجی حکومت دې ته ویلي وو چی د قاتلانو څلور ډلي پاکستان ته د هغې د ورتللو سره سم د دې د قتلولو کوښښ کوی.

XS
SM
MD
LG