د لاس رسي وړ اتصالات

د دوهم نړی وال جنگ له ختمېدلو څخه دوې میاشتی وروسته د ملگرو ملتونو موسسه جوړه سوه منشور یې منظور سو


د دوهم نړی وال جنگ له ختمېدلو څخه څه کم دوې میاشتی وروسته د ملگرو ملتونو موسسه جوړه سوه، منشور یې منظور سو او پنځه هیوادونه د امنیت د شورا د دایمی غړو په حيث وپېژندل سول.

سره له هغه چی د ملتونو اتحادیه د شخړو په حلولو کی ناکامه سوې وه او سره له هغه چی هغه ټولنه موجوده وه دوهم نړی وال جنگ پیل سوی وو. په دوهم نړی وال جنگ کی متحدینو پېشنهاد کړی وو چی یوه داسی بین المللی ټولنه دي جوړه سي چی په نړی کی سوله وساتلای سی.

د ملگروملتونو د جوړېدلو مفکوره په اصل کی د کال ١٩۴١ د اگسټ په میاشت کی هغه وخت را پیدا سوه چی د متحده ایالاتو جمهور ریس فرانکلین روزویلټ او د برټانیې صدر اعظم وینسټن چرچل د بین المللی سولی د ساتنی دپاره د همکاری د اصولو اساس کښېښود.

د هغه کال په پای کی روزویلټ د ملگروملتونو د موسسې نوم پېشنهاد کړ او وې ویل چی دا موسسه باید د جرمني، ایټالیې او جاپان، چی د جنگ په وخت ملگري وه، پر ضد جوړه سی.

د ملگرو ملتونو نوم رسما د کال ١٩۴٢ د جنوری پر لومړۍ نېټه هغه وخت ذکر سو چی د شپږ ویشتو متحدو هیوادونو استازو په واشنگټن ډی سی کی سره وکتل او د ملگروملتونو اعلامیه یې لاسلیک کړه.

د ملگرو ملتونو د موسسې لومړنۍ غونډه، چی د ٥١ هیوادونو استازو برخه پکښی درلوده، د کال ١٩۴٦ د اکټوبر پر لسمه په لندن کی جوړه سوه.

او د کال ١٩۴٩ د اکټوبر پر څلېرویشتمه، دملگروملتونو د منشور د لاسلیک کېدلو څخه پوره څلور کاله وروسته ، د دې موسسې د مرکز خښته په نیویارک کی کښېښودله سوه.

XS
SM
MD
LG