د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ ددغه هېواد په ېوه شمالی لوېدېزه لېری پرته سېمه کې د دوو زرو نه زېات عسکر اچولی دی


د پاکستان پوځ ددغه هېواد په ېوه شمالی لوېدېزه لېری پرته سېمه کې چه د طالبانو د طرفدارانو ېو مهم مرکز دی، د دوو زرو نه زېات عسکر اچولی دی.

د پاکستان د پوځ ېوه وېاند برېد جنرال وحېد ارشد نن خبرېالانو ته ووېل، دغه نېمه پوځی قواو فعلا په سوات دره کې چه د افغانستان سرحد ته نږدی پرته ده، ځای په ځای پاټکونه اچوئ.

نوموړي زېاته کړه څلور عسکر د بم په هغه چاودنه کی سرسری غوندی زخمېان شول چه د سه شنبی په ورځ وسله والو جنگېالو د پوځ ېوه کاروان سره نږدی د رېموټ کنټرول په وسېله خلاص کړ.

د سوات دره په صوبه سرحد کې د ېوه غېر قانونی تندرو او رادېکال تنظېم تحرېک نفاذ شرېعت محمدی ېو مهم مرکز گڼل کېږی.

دا تندرو تنظېم د افغانستان د طالبانو سره نږدی اړېکی ساتی. د پاکستان جمهور رېس پروېز مشرف په تحرېک نفاذ شرېعت محمدی باندی هغه وخت پابندی ولگوله او ددغه ډلې مشر مولوی صوفی محمد ېې بندی کړ چه په کال دوه د پاسه دوه زره مېلادی کې ېې په زر ها و رضاکاران افغانستان ته د طالبانو د ملاتړ لپاره د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو سره د جنگ په غرض ولېږل.

XS
SM
MD
LG