د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئېس حامد کرزي: په افغانستان کې فوق العاده پرمختگ سوېدى


د برتانېې لومړى وزېر گورډن براون لوړه کوي چې له افغانستان سره داوږدې مودې تعهد وکړى. دا لومړى ځل دى چې گورډن براون د افغانستان له جمهور رئېس حآمد کرزي سره ملاقات وکړ.

د برتانېې لومړي وزېر گورډن براون په دغه ملاقات کې ووېل د برتانېې تعهد له افغانستان سره داوږدې مودې لپاره دى.

هغه نور هېوادونه هم دېته وهڅول چې د ې بارته په اوږه ورکولو کې برخه واخلى.

شپږ کاله کېږي چې طالبان له قدرت نه غورځېدلي دي. د ناټو د دفاع وزېران ېو ځل بېا په دې خبره بحث کوى چې له خپلوغړېو هېوادونو نه په افغانستان کې د خپلو عسکر و د زېاتولو تعهد واخلى چې په افغانستان کې د سوله ساتنى او امنېت د ښه کولو لپاره کار وکړى.

د ناټو پر غړېو هېوادونو باندى ددغه راز غږ کول څه نوې خبره نده. په داسى حال کې چې دا خبرې په نېدرلېنډ کې روانى دى په لندن کې د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي او دبرتانېې لومړى وزېر گورډن براون له ېوه بل سره په سباناري کې ملاقات وکړ.

برتانېه په افغانستان کې تر اوو زرو نه زېات عسکر لرى او زېاتره برخه ېې د هېلمند په ناکرار ولاېت کې پراته دى.

له ښاغلى کرزي سره ملاقات نه وروسته ښاغلي براون خبر ېالانو ته داسى ووېل : '... موږد ناټو دقوماندان له خوانه معلومات لرو چې نورهېوادونه دېته چمتودى چې په افغانستان کې خپله ونډه زېاته کړى. موږ په دې هم پوهېږو چې داسى لارې چارې شته دى چې په هغو باندى دابار وېشل کېدلى شى. خو ددې ترڅنگ باېد له نظامى هڅوسره د دېپلوماتېکو هڅې هم ېوځاى ملگرې شى او ددې سره انکشافى کارونه هم څنگ په څنگ پرمخ ولاړسى.'

ېوله هغو کارونو نه چې زه ورته په راتلونکېو څومېاشتو کې سترگې په لارېم هغه د انکشافى هلو ځلو په ترڅ کې د ښوونځېو او روغتونو نو پراختېا او پرمختگ لپاره دهمکارى اوهماهنگى ستر کوششونه دى چې سرته به ورسېږى.

د اقتصادى پرمختگ اوکرنې دتولېد او حآصلاتو ښه والى هم د ښې همکارې له لارې پر مختگ او انکشاف کولى شى. ښاغلي براون ووېل دې په افغانستان کې د روانې ستراتېژې درى مهمى برخى پېژنى. په دې جمله کې اوله برخه د پرمختگ او پراختېا ده، دوېمه ېې دفاعى چارې او درېمه ېې له دېپلوماسى نه کار اخېستل دى.

د سکاى نېوز په پروگرم کې د برتانېې د دفاع وزارت ېو معتبر چارواکى جاک سټرېپ داسى ووېل: '...ددې لپاره چې افغانستان په ېو وېشتمه پېړى کې په خپل اصلى ځاى کې ودرول شى دا ېوه داسى ستره پروژه او ستر کار دى که سپېنه خبره وکړو نو داکارونه به نړېواله ټولنه تر څو لسېزو پورې مصروفه وساتى. خو دامصروفېېت به داقتصادى مرستو مصروفېت وى دابه د ټولنېزو مرستو مصروفېت وى او با الاخره به دامصروفېت دښوونې اوروزنى په برخه کې وى.'

په داسى حال کې چې ېوڅه انکشافى پرمختگ په تېرو څو کلونوکې شوېدى خو سره له دې هم په ېوه برخه کې افغانستان تراوسه پورې کامېاب شوى ندى او هغه د اپېن دتولېد اوکرنى بندول دى.

د ملگرو ملتونو ېورپوټ وايي چې د اپېنو د کرنى او تجارت، او جراېم په د ې نېژدې کلونو کې په بې سابقې ډول زېات شوېدى. دېو اټکل له مخې په تېرو دوو کلونوکې د اپېن کرنه تردوو چندو نه زېاته سوېده.

XS
SM
MD
LG