د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ځانمرگی بم اچونکی څلور تنه وژلی دی


امریکائې او افغان ماموران وائې، یوځانمرگی نن د شنبی په ورځ د افغانستان په ختیځ کې یوې امریکائې نظامې اډې ته نژدی خپل ځان والوزاوه چې لږ تر لږه دری افغان عسکر او یو ملکی کس ئې وواژه.

مقامات وائې، دغه ځانمرگی د پکتیکا په ولایت کې دبرمل د نظامی اډې دروازی لوری ته روان شو او ورسره چاودیدونکی مواد ئې وچاول.

په دغه حمله کې لږترلږه څلور افغان ملکیان زخمیان شول. د پکتیکا ولایت د پاکستان د ناارامه قبائلی سیمی سره اوږد سرحدلری چې امریکا وائې، طالب پلوه افراطیان او دالقاعدې شبکه بیا هلته ځانونه منظم کوی.

ناټو او امریکائې قواوی په افغانستان دیاغی طالبانو سره په جگړه اخته دی. د یو د پاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا چې دامریکا په مشری قواو د طالبانو رژیم له وپرزاوه، یاغی طالبان دځانمرگی حملو او دسرک دغاړی دبمونو دچونونه کار اخلی.

XS
SM
MD
LG