د لاس رسي وړ اتصالات

تقرېبا شل زرو کسانو دهند دمرکزى ښار گوالېار نه تر نوي ډېلي پورې مارش کړېدى


د هند پاېتخت نوي ډېلي ته په زرگونو کسان نن د ېکشنبىپه ورځ ور ورسېدل. تقرېبا ېوه مېاشت کېږى چې دغو خلکو ددى لپاره مظاهرې کولى چې هغه ستونزې برالا کړى چې دهېواد په اقتصادى نظام کې موجودې دى.

مظاهره چېان وايي چې دوى د اقتصادى نظام د پرمختگ نه بې برخى پاتى شوېدى. مظآهره چېانو بېرغونه رپول، شعارونه ېې ورکول او د زمکى او اوبو د لرلو حق ېې غوښته.

مظآهره چېان وايي ډېر بېوزله کروند گر له خپلو زمکو نه شړل شوېدى اوهغه سېمى په صنعتى سېمو بدلى شوېدى.

مظاهره چېان دهند له حکومت نه غواړى چې داسى قوانېن منظور کړى چې د زمکو د اسنادو او پر زمکه باندى د قبضى لرلو د حقوقو ساتنه وکړى.

تقرېبا شل زرو کسانو دهند د مرکزى ښار گوالېار نه تر نوي ډېلي پورې شپږ سوه کېلومتره اوږد مارش کړېدى.

هغوى داکتوبر په دوېمه نېټه د نوي ډېلى په لور راروان شوى ول. ددوشنبى په ورځ به مارش کوونکى دهند پارلېمان ته ورشى او له پارلېمان نه به دامطالبه وکړى چې ېوه چټکه محکمه جوړه کړى چې ددوى د زمکو لانجى حل کړى.

XS
SM
MD
LG