د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودی عربستان باچا: برتانېې د ترهگری خلاف کافی اقدامات ندی کړی


د سعودی عربستان بادشاه عبداله په لندن باندی داعتراض نه وروسته چې وائې، دترهگری په خلاف ئې کافی اقدامات ندی، خپل رسمی سفربریتانی ته پیل کړیدی.

د سعودی عربستان پادشاه د‏(‎ بی.بی.ثی.‏)‎ سره په مرکه کې وویل، د بریتانی چارواکې پدی کې ناکام شول چې سعودی عربستان داستخباراتو د اداری د ترهگری ضد معلوماتو باندی عمل وکړی.

هغه وویل، د لندن دټرانسپورټ په نظام باندی ددوه زره پنځم کال دجولای دمیاشتی دحملو مخه نیول کیدای شوه . په هغو حملو کې ‏(‎٥٢ ‏)‎ تنه وژل شوی وو.

پادشاه عبداله دبین المللی تروریزم په باب وویل، دى پدی گمان دی چې تروریزم ته ماتی ورکول به دیرش کاله وخت ونیسی .

هغه داخبره هم وکړه چې القاعده دهغه دهیواد لپاره یوه ستونزه ده. د بریتانې د پارلمان جرگه گې تیرکال په استخباراتو باندی چې پادشاه عبداله ئې نوم واخیست، کره کتنه کړی وه او پریکړه ئې وکړه چې دا کافی نه و چې د بمونو دچاودنو مخه ئې نیولی وی.

د پادشاه په سفرکې بیک کینگ هام په قصرکې رسمی میلمستیا اوهمدغه راز د صدراعظم گورډن برون سره لیندنه کتنه شامل دی.

دا په شلو کلونو کې کې دسعودی عربستان دیوه پادشاه لومړی سفر دی .

XS
SM
MD
LG