د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق د باندنېو چارو وزېر وايي سېمه ئېز کنفرانس باېد د عراق امن او ثبات ته پاملرنه وکړى


د عراق د باندنېو چارو وزېر هوشېار زېباري وايي چې سېمه ئېز کنفرانس باېد په دې اونىکې د عراق امنېت ته پاملرنه وکړى نه داچى له ترکېې سره د عراق په شخړه باندى تمرکز وکړى.

زېبارى دغه خبرى په بغداد کې په ېوه کنفرانس کې چې داېران د باندنېو چارو وزېر منوچهرمتکى هم پکى گډون درلود وکړې.

زېبا رى ووېل عراق او اېران غواړى چې په استانبول کې په راتلونکى کنفرانس کېد د عراق امنېت اوثباته ته ډېر پاملرنه وشى.

دعراق د باندنېو چارو وزېر زېبارى ووېل دا کنفرانس باېد دعراق او ترکېې ترمنځ د سرحدى شخړو تر سېورى لاندى رانشى.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې دعراق لومړى وزېر نورى المالکى نن په بغداد کې د برتانېې ددفاع له وزېر ډېس براون سره ملاقات وکړ او دواړو په دې موافقه وکړه چې دعراق قواوې دېته چمتو دى چې په بصره کې امنېت تامېن کړى.

په عراق کې دامرېکا پوځ وايى داېتلاف قواو نن د چارشنبى په ورځ درې ترهگران، په هغو عملېاتو کې وژلى دى چې دکرکوک په ښار کې دالقاعده د شبکى پرخلاف کېدل.

پوځ وايي چې ترهگران هغه وخت ووژل شول چې عسکرو د القاعده په ېوه مشر پسې لټه کوله او ېوه ودانۍ ېې محاصره کړه او دا اعلان ېې وکړ چې د ودانى ټول اوسېدونکي دې راووځى.

په دغه وخت کې ډزې پېل شوې او ترهگر ووژل شول. دامرېکا پوځ دالقاعده د هغه مشر نوم ندى څرگند کړى چې دوى په عراق کې ورپسى گرځى.

رپوټ وايي پرهغه باندى دا شک دى چې په ېو لړ قتلونو او دموټر بم په چاودنو کې لتاړ دى. په بغداد کې داېتلاف قواو هغه پرارى نېولى دى چې دوى ورپسى گرځېدل او ېوولس تنه نورېې په جلا عملېاتو کې چې د سېمى دامنېت د ثبات لپاره کېږي نېولى دى.

د سه شنبى په ورځ دامرېکا ددفاع وزارت ووېل په عراق کې به دامرېکا پوځ هغه ټولى شخصى امنېتى کمپنى کنترولوى چې په عراق کې امنېتى خدمتونه سرته رسوى.

همدارنگه دعراق حکومت د سه شنبى په ورځ ېوه داسى قانونى لاېحه منظور کړه چې هغه مصونېت فسخ کوى چې په ٢٠٠۴ مېلادى کال کې دامرېکا موقتى ادارې چې هغه وخت ېې عراق اداره کاوه، بهرنېو امنېتى قرادادېانو ته ورکړى و.

دغه اقدام وروسته له هغه نه کېږى چې د سپتمبر په ١٦مه باندې په بغداد کې د بلک واټر کمپنى امنېتى قراردادېانو ډزې وکړى او اولس ملکي عراقېان ېې ووژل.

دغه کمپنى وايي چې ددوى امنېتى ساتونکېو په قانونى ډول دهغې حملى په مقابل کې ډزې کړې دي چې دامرېکا پرېوه دېپلوماتېک کاروان باندى چې دوى ېې د ساتنى ذمه واري لرله شوې وې.

XS
SM
MD
LG