د لاس رسي وړ اتصالات

د اسپانېې ېوې محکمى ېو وېشت تنه دقتل او چاودنو په سرمحکوم کړېدى


د اسپانېې ېوې محکمى هغه ېو وېشت مدافعېن دقتل او چاودنو اونو ر الزامونو په سر محکوم کړېدى. د اېو وېشت کسان د اسپانېې د پاېتخت مادرېد د چاودنو په اړه چې په ٢٠٠۴ مېلادى کې وشوې نېول شوى ول.

محکمى د مراکش جمال زوگام او د اسپانېې اېمېلېو سوارېز تراس هوراس له څلوېښت زرو کلونو نه په زېاته موده بند محکوم کړل.

که څه هم په اسپانېه کې د قانون له مخى ېوسړى په زندان کې له زېا ت نه زېات تر څلوېښتو کلونونه پورې موده تېرولى شي.

محکمى د اته وېشتو تورنو له جملى نه اوه کسه بري الزمه اوبې گناه وبلل. په دغوتورنو کسانو کې ېوربي عثمان او بل ېې سېد آحمد چې په مصرى محمد باندى مشهور دى شامل دى.

دغه سړى تېرکال په اېتالېا کې په ېوه ترورېستى ډله کې د غړېتوب په گناه گرم گڼل سوى و. د مدافعېنو له جملى نه زېات کسان د شمالى افرېقا دى.

پر هغوى باندى داسى تورونه لکه دبمونو د الوزولو، د چاودونکېو موادو د برابرولو تورونه لگېدلى دى. ټولو په محکمه کې ووېل چې دوى بېگناه دى.

د اسپانېې تحقېق کوونکى وايي دغو کسانو په بم چاودنو کې د القاعده نه الهام اخېستى و. د مارچ په ېوولسمه نېټه په ٢٠٠۴ مېلادى کال کې د مادرېد په څلور اورگاډو کې چاودنى وشوې او ١٩١ کسان ېې ووژل.

په همدغو چاودنوکې ١٨٠٠ کسان زخمى شول. دغه چاودنى داسپانېې له ملى انتخاباتونه درى ورځى مخکى وشوې.

XS
SM
MD
LG