د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په ېوشمېر پولیسو باندی د تعلیقي بند سزا را ختلې ده


د پاکستان ستري محکمې د اسلام آباد د پولیسو په قوماندان او څلورو نورو صاحب منصبانو باندی له دې کبله د تعلیقي بند سزا را ایستلې ده چی د قاضی القضات په مقابل کی یې کله چی هغه ددې کال په سر کی د جمهور رئیس پرویز مشرف له خوا د کار نه برطرفه سوی و، ناوړه سلوک کړی و.

محکمې نن پریکړه وکړه چی دغه صاحب منصبان له دې کبله مجرم دي چی هغو ی د قاضی القضات ‏(‎ افتخار محمد چوهدری ‏)‎ په مقابل کی هغه وخت سمه رویه ونه کړه چی هغه و غوښتل د مارچ په میاشت کی د ستري محکمې یوې استماعیه غونډ ی ته په رسمی موټر کی ولاړ نه سی او په پښو ځان ور ورسوی.

په دغو صاحب منصبانو باندی د ١٥ ورځو نه تر یوې میاشتي پوری د بند سزا را ختلې ده. هغوی استیناف غوښتلای سی.

یو بل خبر وایی چی د پاکستان ستره محکمه به سبا د جمعې په ورځ غونډه وکړی او په دې باب به فیصله وکړی چی جنرال مشرف چی تیره میاشت یې د جمهوري ریاست انتخابات وگټل قانونا بیا دا چوکۍ نیولای سی که نه.

مگر ددې غونډي رئیس د ستري محکمې قاضی ‏(‎ جاوید اقبال ‏)‎ یوه بله غونډه هم په نظر کی نیولې چی د نومبر په ١٢ مه به یې کوی او وایی چی په دې باب به ددواړو خواو د مدافع وکیلانو اوږده بحثونه واورول شی.

XS
SM
MD
LG