د القاعدی دوهم نمبرمشر الظواهری نن دشنبی په ورځ وویل، د لیبیا ډله دترورستی شبکی سره یوځای شوه او هغه په شمالی افریقاکې د مجاهدینونه وغوښتل چې د لیبیا، تونس، الجزائراو المغرب مشران له قدرت نه ایسته کړی.
الظواهری په یوه ریکارډ شوی ویناکې چې نن دشنبی په ورځ په اسلامی ویب سائټ کې خپوره شوی، وویل ، په لیبیا کې جنگیالی اسلامی ډلې مشرانو د القاعدی سره دخپلی وفاداری وعده کړیده.
دغه ډله په ١٩٩٥ م کال کې پیدا شوه او هدف ئې دلیبیا دمشرمعمرقذافی له قدرت نه ایسته کول دی.
دوی دهغې ناکامی قاتلانه حملی مسؤلیت منی چې په ١٩٩٦ م کال کې ئې دښاغلې قذافی په خلاف کړی وه