د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مشرف د پاکستان په مطبوعاتو سخت بندېزونه لگولى دى


د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف د شنبى په ورځ په مطبوعاتو باندى سخت بندېزونه ولگول. دا بندېزونه په پاکستان کې د بېړنېو حالاتو داعلانولو اولگولو ېوه برخه گڼل کېږى.

د مطبوعاتوپه باب د ېو فرمان له مخى ورځپاڼى او تلوېزېونى چېنلونه د ځان وژونکېو د عکسونو د چاپولو او د قربانېانو د عکسونو د چاپولو حق نلرى.

همدارنگه د اسلامى سرتېرود وېناگانو د خپرولو اجازه هم نلرى. په دغه فرمان کې داهم وېل شوېدى چې هرډول مواد او لېکنى چې ددولت د مشر ېا د عسکرى قواو دېوه غړى، د اجرائېه قوې او ېا عدلېه قوې د غړېو شهرت ته تاوان رسوى، او ېا ملنډې ورپورې وهى خپرول منع دى.

په اکثرو ځاېونو کې د تېلېفون لاېنونه قطع شوى ول او شخصى تلوېزېونى ستېشنونه دهېودا په اکثرو ښارونو کې بند ول.

XS
SM
MD
LG