د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي نن دری ورځنی ملی ماتم اعلان کړ


د افغانستان جمهور رېس حامد کرزي نن د هغو ېو څلوېښتو کسانو په احترام دری ورځی ملی ماتم اعلان کړ چه، د سه شنبی په ورځ د افغانستان په شمال کې په ېوه انتحاری حمله کی ووژل شول.

ښاغلي حامد کرزی نن خبرېالانو ته په ېوه مطبوعاتی کانفرانس کی ووېل چه د بغلان ولاېت په چاودنه کی په وژل شوو کسانو کی د افغانستان د پارلمان شپږ غړي هم شامل دي.

تقرېبا اتلس کسان زخمېان شوی دي.

ښاغلي کرزی ووېل ډېر امکان شته چه د وژل شوو خلکو شمېر نور هم زېات شی.

ددی انتحاری چاودنی په تلفاتو کی د ښونځېوو هغه ماشومان هم شامل دی چه د پارلمان د غړو د هرکلی لپاره په قطار کې ولاړ وو.

په کال ېو دپاسه دوهزره مېلادی کې د طالبانو د ماتی نه وروسته دا چاودنه په افغانستان کی تر ټولو سخته مرگانئ حمله بلل کېږی.

تراوسه پوری لا چا ددی چاودنی مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی او طالبانو هم اعلان کړی دی چه لاس په کی نه لری.جمهورر ېس حامد کرزي خبرېالانو ته ووېل چه حکومتی مقامات ددی حملی په باب تحقېقات کوی.

د افغانستان حکومت واېې چه دا کار د اسلام او بشرېت په خلاف ېو ټرورېستی عمل دی.

د امرېکا متحده اېالاتو هم دغه پېښه د کرکی وړ ېوه بزدلانه عمل په توگه وغندله.

XS
SM
MD
LG