د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو د بینظیر بوتو په سلهاو طرفداران نیولي دي


د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزېرې بینظیر بوتو گوند وایی چی ددوې په سلهاو غړي وروسته له هغه نه ونیول شول چی میرمن بوتو د جمهور رئیس پرویز مشرف له خوا د اضطراري حالت د اعلانیدو له کبله د احتجاجي مظاهرو غږ وکړ.

د پاکستان د پیپلز پارټۍ یوې نطاقي ‏(‎ فرزانې راجا )‎ وویل چی ددې گوند څه د پاسه یوزر تنه اوس بندیان دي او زیاتره یې د چارشنبې په ماخوستن نیول شوي دي.

میرمن بوتو د خپلو طرفدارانو نه وغوښتل چی د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کی یوه ستره مظاهره وکړی او د بندیزونو پروا ونه کړی.

د راولپنډۍ د پولیسو قوماندان وایی ‏(‎ سعود عزیز‏)‎ وایی چی عامو مظاهرو ته به هیڅ اجازه ورنه کړه شی ځکه چی داسی باوری استخباراتي اطلاعات ور رسیدلي دي چی وایی ځان مرگو بم چوونکو مخکي لا سیمی ته ځانونه رسولي دي.

میرمن بوتو دا گواښ هم کړی دی چی که جنرال مشرف د نومبر تر ١٥ مي نېټې پوری د خپلي نظامي چوکۍ نه استعفی ونه کړی او د ملي انتخاباتو د کیدو چی د جنوري میاشت ورته ټاکل شوې ده، اعلان ونه کړی نو بله هفته به د لاهور نه تر اسلام آباد پوری یو اوږد مارش وکړی.

هغې د جنرال مشرف نه دا هم غوښتي دي چی د ملک اساسی قانون بیا نافذ کړی .

XS
SM
MD
LG