د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو بینظیر بوتو پري نښوده چی په مظاهرو کی گډون وکړی


د پاکستان پولیسو پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوتو ته اجازه ورنه کړه چی د خپل کور نه راووځی او په راولپنډۍ کی په مظاهرو کی برخه واخلی . دا مظاهرې په ملک کی د اضطراري حالت د لگیدو او اساسي قانون د ځنډیدو له کبله رابلل شوی وې . میرمن بوتو چی خپلو طرفدارانو یې حفاظت کاوه کوشش وکړ نن په اسلام آباد کی د خپل کور نه راووځی مگر پولیسو یې لار بنده کړه . هغې په داسی حال کی چی د مرمیو ضد موټر کی را وتلې وه پولیسو ته اعلان وکړ چی لار ورکړی ، مگر ویې نه شو کړای چی د پولیسو نه ووځی . یوڅه مخکی پولیسو د میرمن بوتو کور محاصره کړی و او ویل یې چی دا کار یې د امنیتی ملحوظاتو په وجه کړی دی . هغوی ویل چی میرمن بوتو ته به اجازه ورنه کړه سی چی په مظاهرو کی برخه واخلی . میرمن بوتو پرون هوډ کړی و چی دا مظاهرې به وکړی که څه هم چی په هغو باندی بندیز لگیدلی او د ځان مرگو د بمونو د چاودنو اخطارونه هم ورکړه شوي وو . هغې دغه راز د جنرال پرویز مشرف دا اعلان هم ونه مانه چی ویلي یې دي عمومي انتخابات به د فیبروري د میاشتي د ١٥ مي نېټې نه مخکی وشی .

XS
SM
MD
LG