د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دیاغیانو په  حمله کې د ناټو شپږ عسکر وژل شویدی


په دغه اعلامیه کې دحملی خاصه سیمه نده ښودل شوی . په اعلامیه کې دناټو دعسکرو هویت هم ندی ښودل شوی. اسوسیټډ پرس دامریکا ئې ډگرمن ډیویډ اکسیتا له قوله وائې، دغه حمله پرون دجمعی په ورځ دنورستان په ولایت کې شوی وه او په مړو او زخمیانو کې امریکائې عسکر هم وو. له بلی خوا، یو ځان مرگی چې غوښتل ئې خپل ځان دناټو په عسکرو کې شامل دالمان عسکرو سره نژدی خپل ځان دکندز په ولایت کې والوزاوه نو دځان سره یو سپن ږیری ملکی کس وواژه . خبری رپوټونه وائې، دایساف اکثره عسکرچې دافغانستان په ختیځ کې دیره دی ، امریکایان دی . له بل پلوه افغان او ناټو قواو په لویدیځ فراه کې دیاغی طالبانونه دگلستان ولسوالې بیرته نیولی ده چې ددی هفتی په سرکې یاغی طالبانو نیولی وه . او بریتانی اعلان وکړچې یوعسکرئې دهلمند په ولایت کې دعملیاتو په وخت کې هغه وخت ووژل شوچې موټر ئې له پله نه وغورځید.

XS
SM
MD
LG