د لاس رسي وړ اتصالات

بېنظېر بهټو د ضطرارى حالت خلاف دېوه اوږده مارش لپاره ځان چمتو کوي


د پاکستان مخالفو سېاسى گوندونو پر جنرال پروېز مشرف باندى غږ کړېدې چې اضطرارى حالت پاېته ورسوى. دا ضطراري حالت خلاف اوازونه نور هم اوچت شوېدى او مېرمن بنېظېر بهټو غواړى چې د سه شنى په ورځ په ٣٠٠ کېلومتره اوږده مارش کې د جنرال پروېز مشرف خلاف برخه واخلى.

مېرمن بهټو د ا پلان لرى چې خپل احتجاجى کاروان د سه شنبى په ورځ له لاهورنه پېل کاندى او په پاېتخت اسلام اباد کې ېې پاېته ورسوى.

دا مظاهر ه ددى لپاره کېږى چې پر جنرال مشرف باندى فشار واچوى چې اساسى قانون بېرته په خپل حال کړى او دپوځ له مشرۍ نه استعفى وکړى.

مېرمن بهټو ددوشنبى په ورځ خبرېالانو ته ووېل ترهغه وخت پورې چې جنرال مشرف اضطرارى حالت پاېته نه وي رسولى ترهغه وخت پورې دانشى کولى چې په قدرت کې د شراکت په معامله ورسره روغه جوړه وکړى.

د امرېکا حکومت د جنرال مشرف او بېنظېر بهټو ترمنځ د قدرت د اشتراک په مذاکراتو کې په چوپه خوله دهغوى ملاتړ وکړ.

دا کار ددى لپاره کېده چې په پاکستان کې معتدل قوتونه د سخت درېځو په مقابل کې قوى او ځواکمن شى. د پاکستان سېاسى مخالفېن وايي چې راتلونکى پارلېمانى انتخابات به بې معنى او بې مفهومه وى که چېرې په داسى وخت کې وشى چې د اضطرارى حالت قوانېن نافذ وى.

د امرېکا خارجه وزېرې کانډو لېزا راېس د (ABC) له تلوېزېون سره په ېوه مرکه کې د ېکشنبى په ورځ د جنرال مشرف ددې خبرى هرکلى وکړ چې د پاکستان پارلېمانى انتخابات به د راتلونکى کال د جنورى په نهمه نېټه ترسره شى او دا چې دى ارزو لرى چې د پوځ له مشرى نه به استعفى وکړى.

کانډو لېزا راېس ووېل داهغه اساسى اقدامات دى چې پاکستان بېرته د دېموکراسى په لاره روانولى شى. هغې ووېل چې د اضطرارى حآلت پاېته رسول هم ددېموکراسى په راوستلو کې همدومره اهمېت لرى.

هغې ووېل چې اوسنى حالت په پاکستان کې مطلوب حالت ندى. خو امرېکا به له دغه هېواد سره د ېو دوست او انډېوال هېواد په حېث خپل ملاتړ ته دوام ورکړى.

جنرال مشرف د ېکشنبى په ورځ اعلان وکړ چې ملى او صوبايي اسمبلي گانى به په راتلونکېو څو ورځو کې منحل کړى چې د جنورى د مېاشتى انتخاباتو ته ځانونه چمتو کاندى.

خو هغه ووېل چې اضطرارى حالت به ترهماغه وخت پورې ادامه ولرى چې داخبره ېقېنى کړى چې انتخابات به ازاد او منصفانه وي.

XS
SM
MD
LG