د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې هلېکاپترو دعراق په شمال کې په متروکو کلیو کې حملې کړي دي


په عراق کې دولتي چارواکي وايي چې د ترکیې هلې کاپترو د عراق په شمال کې په متروکو کلیو کې په کردي یاغیانو حملې کړي دي.

چارواکي وايي چې دغه حملې سهار وختي د ترکیې سره په سرحد کې شوي دي. د تلفاتو په هکله تر اوسه لا څه نه دي ویل شوي.

مگر د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوان خبریالانو ته ویلي دي چې ددغو حملو په هکله څه نه پوهیږي.

د ترکیې حکومت خبرداری ورکړی دی چې د یاغی کردانو یعنې د کردستان د کارگرانو د گوند په خلاف چې په دې وختو کې د ترکیې په ضد یو لړ عملیات کړي یرغل وکړي.

ترکیې د یاغي کرانو په ضد د عراق سره په سرحد کې خپل ډیر شمیر پوځیان ځای په ځای کړي دي او وخت په وخت د عراق په دننه کې ځنې اهداف ولي.

XS
SM
MD
LG