د لاس رسي وړ اتصالات

بش وايي هېله من دى چې جنرال مشرف به اضطرارى حالت پاېته ورسوي


جمهور رېس بش واېې، په داسی حال کې چه جمهور رېس مشرف به د ټروریزم په خلاف په مبارزه کې د امرېکا د ېوه ډېر پېاوړی ملگری په توگه پاتی شی، هېله لری چه اضطراری حالت به ختم کړی.

ښاغلي بش د سه شنبی په ورځ د فاکس تلوېزیون تجارتی شبکې سره په ېوه مرکه کې ووېل، باور لری چه جنرال مشرف ددی جنگ په اهمېت ښه اگاه دی او د دېموکراسی په ارزښت هم ښه پوهېږی.

ددی نه مخکی د امرېکا د خارجه وزارت نطاق ټام کېسی اعلان وکړ چه د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال جان نېگرو پانټی په دی هفته کې پاکستان ته روان دی، او د پاکستانی مقاماتو نه به وغواړی چه اضطراری حالت ختم کړی او ازاد او منصفانه انتخابات سر ته ورسوی.

ټام کېسی ووېل چه د خارجه وزارت مرستېال به د پخوانئ صدراعظمی بېنظېر بوټو سره ونه گوری.

امرېکاېې مقاماتو د مېربوټو به پخوا دا غوښتنه کړی وه چه جنرال مشرف سره په قدرت کې ځان شرېک کړی.

XS
SM
MD
LG