د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق چارواکي وايي د موصل په ښار کې نن ېو موټر بم وچاودېده، درى تنه ېې ووژل کړل


دعراق چارواکي وايي دموصل په ښار کې چې د بغداد په شمال کې پروت دى، نن دېکشنبى په ورځ ېو موټر بم وچاودېده، درى تنه ېې ووژل او شپاړس تنه ېې زخمى کړل.

په مرکزي تکرېت کې ېوه بم لږ تر لږ ېو تن چې کوشش ېې کاوه بم له کاره وغورزوي وواژه او بل ېې زخمى کړ.

په ېوه بل خبر کې دعراق چارواکي وايي دوىبه ډېر ژرد عامې روغتېا د وزارت هغه دوه پخوانى چارواکي محآکمى ته راکش کړى چى له شېعه ملېشو سره ېې مرسته کوله چې په فرقه ېې بنېاد باندى تشدد او مرگ ژوبله وکړي.

د حکومت نطاق ووېل په دغو دواړو کې ېو هم د عراق دعامى روغتېا د وزارت پخوانى مرستېال حکېم زمېلي د او بل ېې تورن جنرال حآمد الشماري دى.

حآمد الشمارى د روغېتاد وزارت د امنېتى قواو مشر و. په دغو دواړو باندى دا ادعا شوېده چې دمرگ له ډلگېو سره ېې مرسته کړېده چې په سونو سنى ناروغان له روغتونونو نه وتښتوى او مړه ېې کړي.

ددغه راز پېښو په قربانېانو کې ډېر داسى کسان هم شته دى چې د خپلو خپلو انو ناروغانو لېدلو ته ورغلى دى او وروسته بېا ناروغ او دناروغ پوښتنه کوونکى دواړه لادرکه شوېدى او بېا چاندى لېدلى.

وېل کېږى چې دغه دواړه مدافعان دمهدى له پوځ سره تړاو لرى. د ملېشو د غه پوځ د شېعه ملا مقتدا الصدر د ملېشو ېوه برخه گڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG