د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمې د مشرف خلاف عریضی دغور وړونه بللې


مقامات وائې، هغه ستره محکمه چې د پاکستان جمهور رئیس جوړه کړه اکثره هغه عریضی ئې دغور وړندی بللی چې د جنرال مشرف دبیا انتخابیدو په اړه شوی وی.

لوی څارنوال ملک قیوم پرون ددوشنبی په ورځ خبریالانو ته وویل، دا عریضی دقانونې نواقصو له امله له نظره غورځول شویدی.

یوازی یوه عریضه ئې پریښی ده چې ددی هفتی په وروستیو ورځو کې به پری بحث وشی. د جنرال مشرف مخالفینو داکټوبر په میاشت کې دهغه له بیا انتخابیدلو سره خپل مخالفت پدی څرگند کړیدی چې دی له بیا انتخابیدو سره سره هم دپوځ سترمشرپاتی شویدی.

جنرال مشرف وعده کړیده چې که د جمهور رئیس په توگه بیا انتخابیدل منظورشی نو دی به دپوځ د مشرتابه نه استعفئ وکړی.

جمهور رئیس د یکشنبی په ورځ وویل، دی به دانتخاباتو له کمیسیون نه وغواړی چې پارلمانی انتخابات دجنوری په اتمه نیټه وکړی مگر دائې ونه ویلی چې اضطراری حالت به لیری کړی او که نه.

په عین حال کې خبریالانو پرون ددوشنبی په ورځ په اسلام اباد کې دمطبوعاتو په خلاف دبندیزونو دلگولو په خلاف مظاهره کړی وه چې دغه بندیزونه ورباندی د اضطراری حالت د نافذکیدو په وخت کې لگول شویدی.

او په لاهور کې محصلینو د پاکستان د کریکټ دلوبی دپخوانی قهرمان عمران دبندی کیدلو په خلاف مظاهره کړی وه.

د کریکټ ددغه پخوانې قهرمان یو نطاق وویل، هغه د اضطراری حالت په خلاف د لوږی په اعتصاب لاس پوری کړیدی.

د خان نطاق وائې، دی به ترهغې پوری دلوږی اعتصاب کوی ترڅوچې دپاکستان قضابیرته په کارپیل کوی . عمران خان تیره هفته په لاهورکې دهیواد دترهگرۍ د قانون له مخی نیول شویدی.

د پاکستان پخوانې لومړي وزېر نواز شریف پرون ددوشنبی په ورځ وویل، کله چې پدی هفته کې جنرال مشرف سعودی عربستان ته په سفر راشی نودی به ورسره ونه گوری.

نوموړى اوس په جلاوطنى کې ژوند کوي. جنرال مشرف دی په ١٩٩٩ م کال کې په یوه سپینه کودتا کې له قدرت نه ایسته کړاو سعودی عربستان ته ئې واستاوه او ورپسی کال بیا لندن ته ولاړ.

XS
SM
MD
LG