توپان ځبلى بنگله دېش دتوپان نه پاتى شوو خلکو لپاره نورې خارجى مرستى غواړى. دتېرې اونى د سېدر په نامه توپان تقرېبا تر درو زرو نه زېات کسان وژلى دى.
د ژغورنى کارگران وايي خوراک ، تازه اوبه، او د استوگنى سملاسى ځاېونه لاتراوسه پورې هم په زرگونو بې کوره، وږېو او ستړو ستومانه توپان ځبلو ته ندى رسېدلى.
د خوراک نړېوالى موسسى ددوشنبى په ورځ ووېل د وى د بنگله دېش له هوايي قوې سره لاس ېوکړېدى چې په سوونو زرو کسانو ته چې د تېرې پنجشنبى دورځې توپان سخت ځبلى دى ور ورسوى.
دخوراک دغى نړېوالى موسسى ووېل چې د ډېرې زېاتى اېنرژۍ لرونکي بسکېټ ېې تراوسه پورې ٦٥٠ زرو بنگله دېشېانو ته رسولى دى