د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان نه راغلي رپوټونه وايی چې په ملک کې د جمهور رئیس لپاره انتخابات به تر دوو راتلونکو ورځو پورې وځنډیږي


د لبنان نه راغلي رپوټونه وايی چې په ملک کې د جمهور رئیس لپاره انتخابات به تر دوو راتلونکو ورځو پورې وځنډیږي تر څو د مختلفو ډلو مشرانو ته زیات وخت په لاس ورشي تر څو دوی ېوداسى مناسب سړى پېدا کړى چې د جمهور رئیس امیل لاهوت ځای ونېسى.

د ښاغلي لاهود د جمهور ي ریاست وخت به د نوامبر په ٢٣ پوره شي. په همدې ورځ د دې پوست لپاره انتخابات په نظر کې نیول شوي دي.

دا څلورم ځل دی چې دغه انتخابات ځنډول کیږي. د فرانسې د باندنیو چارو وزیر برنارد کوچنر ددې لپاره په لبنان کې دی چې د سیالو ډلو ترمنځ یوه هم اهنگي رامنځ ته کړي.

کله چې کچنر د دوشنبې په ورځ د پارلمان د اکثریت د ډلې د مشر سعد الحریري سره خبرې وکړې نو وې ویل چې دی دا خوشبیني لري چې مختلفې خواوې په دې موضوع کې یوې موافقې ته سره ورسیږي.

د لبنان حکومت خبردارۍ ورکړ که چېرې مختلفې خواوې سره کومې موافقې ته ونه رسیږي نو دوی به د خپل ساده رایې په کار اخیستنې سره د حکومت غړی وټاکي.

XS
SM
MD
LG