د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دمشتر المنافع هیوادونو پریکړه نه توجیه کیدونکی وبلله


پاکستان وائې، دمشترک المنافع هیوادونونه چې ٥٣ ملکونه پکې غړیتوب لری ،دهغې دغړیتوب ځنډول نشی توجیه کیدای . دغې ټولنې پرون دپنجشنبی په ورځ په دغې ټولنه کې دپاکستان دغړیتوب دځنډولو په باب رایه ورکړه ځکه چې جمهوررئیس پرویز مشرف په پاکستان کې اضطراری حالت لیری نکړ. دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت نن دجمعی په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وائې، دغه پریکړه مایوسه کونکی ده ځکه چې دغې ټولنې په پاکستان کې حالت په نظرکې ندی نیولی . دپاکستان دبهرنیوچارووزارت وویل، ددغې ټولنې نه ئې وغوښتل چې پاکستان ته یوهیآ ت واستوی چې حالات له نژدی نه ارزیابی کړی . دمشترک المنافع دټولنې سکرټری ‏(‎دان مک کینن ‏)‎ پرون دپنجشنبی په ورځ وویل، دغې ټولنې دپاکستان دغړیتوب ترهغې پوری وځنډاوه ترڅوچې ډیموکراسۍ بیرته پکې رواجیږی . هغه وویل،پاکستان چې پدی وروستیو په سلگونو بندیان خوشی کړل ، هغه یوازی کافی ندی. دپاکستان امنیتی قواوی دضطراری حالت عملی کولوته دوام ورکوی .

XS
SM
MD
LG